ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ثور د اوومې او اتمې په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه!

بسم الله الرحمن الرحیم


(۴۸) کاله وړاندې د غویي میاشتې په ۷مه (۱۳۵۷ لمريزکال) د یو شمیرکمونیستانو لخوا د وخت د افغانستان حکومت په ضد نظامي کودتا وشوه او د کمونیستي تيري لپاره زمینه برابره شوه.

دا کار د دې لپاره وشو چې د افغانستان خاوره اشغال کړي او پردۍ کمونیستي عقیده پرې تحميل کړي؛ خو د افغانستان مجاهد او ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو په تش لاس د شلمې پېړۍ د شوروي استعمار خوب رښتيا کېدو ته پرې نښود او په ميړانه يې پوره (۱۴) کاله مبارزه وکړه او بالاخره يې د ثور په ۸مه (۱۳۷۱ لمريزکال) ستره فتحه، کامیابي او استقلال تر لاسه کړ. الحمدلله والمنة

اسلامي امارت د ثور د ۷مې کودتا او ورپسې زموږ په پاک حریم کمونیستي تېری غندي او د غویي ۸ مه بیا د خپل هېواد د فتحي، کامیابۍ د افتخار تاریخي ورځ او د الله جل جلاله لوی نعمت بولي چې باید ټول یې شکر ادا کړو.

هغه مهال د افغانستان مظلوم او زورېدلي خلک خوښ و، چې د خپل څوارلس کلن جهاد ثمره يې تر لاسه کړه او نور به په وطن کې د فتحي نعمت، ارامي او د خپلې خوښې د شرعي نظام تر سيورې لاندې ژوند ته پريښودل شي، خو د تنظیمي جګړو او خپل منځي اختلافاتو دا هرڅه په سیلاب لاهو کړه او د افغانستان د مسلمانو خلکو سترې هيلې او د سوچه شرعي نظام د راتګ او استحکام اميدونه یې ضایع کړل.

موږ د غويي اوومې او اتمې تاريخي ورځو په رارسېدو یوځل بیا یادونه کوو چې اسلامي امارت لکه څنګه چې د وحدت او اتفاق په راوستلو، د هرج و مرج له منځه وړلو او شرعي نظام د نافذولو لپاره تأسیس شوی و، هغه هدف ته رسیدلی، اوس د دې وخت دې چې د خپل شرعي نظام څخه کلکه ساتنه وشي او د یو با ثباته او په اسلامي نظام مزین افغانستان د دوام او قوام لپاره ټول افغانان سره یو موټې او متعهد پاتې شي. ان شاءالله تعالی

د افغانستان اسلامي امارت