د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع تېره ورځ (سهشنبه، د غویي ۸مه) د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د برېتانیا ځانګړي استازي افغانستان ته پر خپل سفر خوښي څرګنده کړې او په کونړ کې د وروستیو بریدونو له امله یې د اوښتو تلفاتو په اړه خواخوږي ښودلې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي او د باور جوړونې لپاره باید هڅې زیاتې شي.
بلخوا، ډاکټر ملا عبدالواسع د تسلیت او د ستونزو د حل په برخه کې د هڅو مننه کړې او د کونړ په مرکز اسعداباد کې پر پوهنتون او د استوګنې پر کورونو د پاکستاني پوځي رژیم وروستي بریدونه یې غندلي دي.
نوموړي ویلي، د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د مېرمنو، کوچنیانو او استوګنې کورونو په نښه کول هیڅ راز منلو دي.
ډاکټر ملا عبدالواسع ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د تاوتریخوالي پلوی نه دی، خو د هېواد د حریم، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو دفاع خپل مشروع حق ګڼي.
نوموړي د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي او ټولو هغو دوستو هېوادونو او ارګانونو څخه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې ختمولو هڅې کوي، وغوښتل چې حقایق درک او مقصر لوری ملامت کړي.
د ریاستالوزرا مقام د دفتر عمومي رییس زیاته کړې، چې افغانستان چاته اجازه نه ورکوي، څو د دې هېواد خاوره د نورو پر ضد وکاروي او له پاکستانه یې غوښتي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
ډاکټر ملا عبدالواسع په تېرو څلورو لسیزو کې له افغان کډوالو د پاکستان کوربتوب ته په اشارې ویلي، افغان کډوال د هجرت پر مهال د پاکستان اصول او قوانین مراعت کړي، پاکستانی لورې دې هم د کډوالو حقونو ته پابند واوسي او افغانانو ته دې ضرر نه رسوي.
همدارنګه په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت د سولهییز دریځ مننه کړې او ویلي یې دي، پاکستاني لوري ته یې مکرر دا پیغام رسولی چې د باور جوړولو هڅه وکړي. دواړه لوري باید د صمیمیت فضا د رامنځته کولو لپاره مثبت ګامونه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، جنګ دواړو خواو ته ستونزې او ناامیدي رامنځته کوي، د تاوتریخوالي د پایته رسولو لپاره باید زړورتیا او سیاسي اراده وښودل شي.
ښاغلي لینډزي ټینګار یې کړی، چې د پاکستان له لارې دې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لېږد ته اجازه ورکړل شي.
د دې لیدنه په پای کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریس ویلي، سوداګریزي او ترانزیټي اړیکې او د بشردوستانه مرستو لېږد باید د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې را نه وستل شي.
نوموړي زیاته کړې، موږ د بشري مرستو د لېږد په برخه کې خنډونه نه دي رامنځته کړي، که پاکستان د شخړو ختمولو لپاره یو ګام اخلي، اسلامي امارت به دوه ګامه واخلي.

