ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا هدایت‌الله بدري: د کاني سرچینو سم مدیریت د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم دی

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري سرپل ولایت ته د خپل د سفر پر مهال د آمو دریا د نفتي حوزې اړوند د قشقري سیمې څخه لیدنه کړې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي په دې لیدنه کې د نفتو د اېستلو بهیر، تخنیکي چارې او د سیمې پرمختګونه له نږدې ارزولي دي.

نوموړي همداراز له انجنیرانو او مسولینو سره د چارو د لا ښه والي، چټکتیا او اغېزمنتیا په اړه خبرې کړي او اړینې سپارښتنې یې ورسره شریکې کړې دي.

دغه‌راز ملا هدایت‌الله بدري ټینګار کړی، چې د هېواد کاني سرچینې باید په سمه توګه مدیریت شي، څو د اقتصاد پیاوړتیا او ځان‌بسیاینې ته زمینه برابره شي.