د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې په بدخشان ولایت کې د واخان دهلېز د سړک جوړونې د لومړۍ او دویم فاز چارې په چټکۍ سره روانې دي او دواړه فازونه د پام وړ پرمختګ ته رسېدلي دي.
د یاد معاونیت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د لومړي فاز ټول اوږدوالی شاوخوا ۷۱.۱۳ کیلومتره دی، چې ۶۰ سلنه کار یې بشپړ شوی. پر دې فاز شاوخوا ۱۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې ده چې چارې یې په ۱۴۰۵ لمریز کال کې بشپړې شي.
همداراز، د دویم فاز اوږدوالی نږدې ۵۰.۴۹ کیلومتره ښودل شوی، چې ۷۴ سلنه کار یې ترسره شوی دی. د دې برخې بودیجه شاوخوا ۱۸۰ میلیونه افغانۍ ده او ټاکل شوې ده چې دا هم په ۱۴۰۵ کال کې به بشپړه شي.
چارواکي وایي، د واخان دهلېز د دې سړک جوړول به د بدخشان ولایت د لرې پرتو سیمو د نښلولو ترڅنګ د سوداګرۍ او تګ راتګ په برخه کې مهم بدلونونه رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې د واخان دهلیز لومړی فاز د بدخشان ولایت له بروغیل سرحده تر بزایګنبد او دویم فاز یې د چین هېواد تر سرحد پورې اوږدوالی لري.

