ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سید عباس عراقچي: په خلیج فارس او هرمز تنګي کې ناامني د امریکا او اسراییلو د اقداماتو پایله ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو بدلونونو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره د سیمې پر امنیتي وضعیت، د نړیوال سمندري تګ‌راتګ په برخه کې د امریکا پر ګواښونو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو پر وروستیو پرمختګونو بحث کړی دی.

ښاغلي عراقچي په خلیج فارس او هرمز تنګي کې ناامني د امریکا او اسراییلو د اقداماتو پایله بللې ده.

بلخوا، د هند د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد له لوري د ډیپلوماټیکو حل‌لارو ملاتړ څرګند کړی او د خبرو له لارې د اختلافاتو پر حل یې ټینګار کړی دی.