ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزير له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه کړې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د یاد پوهنتون مسؤلینو او استادانو سره لیدلي.

د لوړو زده کړو وزیر په دغه لیدنه کې د تحصیلي نظام پر لاښه والي پیاوړتیا او معیاري کېدو ټینګار کړی او ټولو مسولینو ته یې په اخلاص د دندې پر مخ وړلو سپارښتنه کړې.

نوموړي د یاد پوهنتون له استادانو څخه وغوښتل چې د محصلینو عملي زده کړو، اخلاقي تربیې، سیرت او صورت برابرولو ترڅنګ د مېړانې، جرئت او د دین ساتنې درس ورکړي.

د لوړو زده کړو وزیر د ننګرهار پوهنتون د لیلیې له ودانۍ څخه د لیدنې ترڅنګ له یو شمېر محصلینو سره هم لیدنه کړې ده.