د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه، چې پکې پر یو شمېر مهمو اقتصادي او اداري موضوعاتو بحث وشو.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم وړاندې شو، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید او یاد وزارت ته یې د تدریجي تطبیق لارښوونه وشوه.
د یاد معاونیت په وینا، د دې سیسټم په پلي کېدو سره به د ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې شي، شفافیت، چټکتیا او امنیت به لوړ شي، د جعل او فساد مخه به ونیول شي، د وخت ضایع به راکمه او د دقیقو ارقامو او حساب ورکولو سیستم به لا پیاوړی شي. همداراز، په دې سیسټم کې د مراجعینو لپاره د پام وړ اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.
په همدې غونډه کې د ۲۲ عامالمنفعه پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري یې د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق حکمونه ورکړل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو له ډلې مالیې وزارت د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل بشپړ کړی، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شوی او لارښوونه شوې چې دغه تحلیل د کانونو او پټرولیم وزارت سره شریک او د پروژو عملي چارې پیل شي.
په یادو پروژو کې ساختماني، د اوسپنې پټلۍ او د برېښنا د رسونې او توزیع پروژې شاملې دي. همداراز، له ۲۲ پروژو څخه د نهو عملي چارې لا دمخه پیل شوي او کاري پرمختګ هم لري.
د غونډې په پای کې د یو شمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق سپارښتنې شوې دي.
همداراز یادې پرېکړې د وروستي منظورۍ لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی دفتر ته استول شوې دي.

