ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټرمپ اداره په جرمني کې د خپلو ملی ځواکونو پر کمولو غور کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د نوموړي اداره په جرمني کې د خپلو ځواکونو د کمولو پر احتمال غور کوي او نږدې راتلونکې کې به په دې تړاو یوه پرېکړه وشي.

ټرمپ په جرمني کې د خپلو ځواکونو د کمولو اعلان داسې مهال کړی، چې څو ورځې وړاندې د جرمني لومړي وزیر فریدرېش مرتس د امریکا او ایران جګړې ته په اشاره ویلي و، چې امریکا په دغه جګړه کې د ایران له‌خوا بې‌عزته شوې ده.

د یادونې وړ ده، جرمني یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې ګڼ شمېر امریکایي ځواکونه پکې مېشت دي چې شمېر یې شاوخوا ۳۳ زره او ۹۰۰ ته رسېږي.