ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هنر او کلتور مرستیال: تاریخي شتمنۍ د راتلونکو نسلونو لپاره د ملي هویت ژوندۍ نښې دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل د ماشین‌خانې تاریخي ساحې، نوښتونو او جوړ شوي ماډل څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د لیدنې پر مهال وویل، تاریخي شتمنۍ یوازې د تېر یادونه نه دي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د ملي هویت ژوندۍ نښې دي.

دغه‌راز ښاغلي عزیزي ټینګار وکړ،چې د ماشین‌خانې په څېر ځایونه باید په داسې ډول مدیریت شي چې هم یې تاریخي ارزښت وساتل شي او هم ترې ګټه واخیستل شي.

په همدې حال کې د آغاخان فرهنګي بنسټ له لوري د ماشین‌خانې اړوند د زړو وسایلو، تخنیکي تجهیزاتو او تاریخي اثارو نندارتونونه جوړ شوي، چې د افغانستان صنعتي تاریخ انځوروي او د دې ترڅنګ د نظامي وسلو یو ځانګړی موزیم هم جوړ شوی، چې د پوځي تجهیزاتو تاریخي بدلونونه پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د یاد بنسټ استازو د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د دوامداره همکاریو ژمنه وکړه.

مولوي عتیق‌الله عزیزي همداراز له هغه کلتوري ماډل څخه لیدنه وکړه، چې د افغان ځوانانو له لوري د آغاخان فرهنګي بنسټ په مرسته جوړ شوی او پکې د کابل ښار فرهنګي، صنعتي، استوګنیز او مهم تاسیسات په مهارت طرحه شوي دي.

نوموړي دغه ماډل یو ارزښتناک نوښت وباله او ویې ویل، چې دا د کابل د فرهنګي هویت د ساتنې او د راتلونکو پلانونو لپاره مهم لارښود بلل کېدای شي.