په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال ډاکټرعسکر جلالیان سره لیدنه کړې.
په ایران کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ په عدلي او قضایي چارو کې د همکاریو پر پراختیا او همدارنګه له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد د نوي پړاو پر پیل ټینګار کړی دی.

