د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د فعالیت له پيله تر دې دمه د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه جذب کړې ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې یادې کمېتې د برېښنا، زېربنا، ودانیو، کرنې، ټرانسپورټ او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټورونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ۴۸ طرحې څېړلي، چې د مشرتابه عالي مقام له لوري هم منظورې شوې دي.
دغه راز د دغو طرحو په پلي کولو سره زرګونه کسانو ته کاري فرصتونو برابر شوي او ورسره د کورنیو ودانیزو توکو بازار هم غوړېدلی دی.
اقتصادي معاونیت، د دغې کمېټې د فعالیت موخه پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرل، پانګونې جلب او جذب، د پانګونې فرصتونو شریکول، د پانګوالو او اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او د هېواد اقتصادي وده ښودلې ده.

