د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي بیورن هانسن سره په لیدنه کې په سیاسي او سیمهییزو موضوعاتو خبرې کړي.
په دې ناسته کې ښاغلي هانسن ویلي؛ چې ناروې له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او تل یې هڅه کړې د افغانستان په ثبات کې رغنده رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې په افغانستان کې د امنیت، مخدره توکو سره مبارزه او ځينو نورو برخو کې پام وړ لاسته راوړنې شوي او اړتیا ده، چې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو عادي کېدو سره لا زیاتو همکاریو ته لاره هواره شي.
دغهراز مولوي امیر خان متقي ویلي، په افغانستان کې د راغلي ثبات څخه باید ګټه واخلو، ترڅو د افغانستان د حکومت له خوا رامنځ ته شوي پرمختګونه د همکاريو د لا پراختیا لامل شي.

