د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویاند جیمز الدر په جینوا کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال له پیل راهیسې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې ۷۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په منځنۍ کچه هره اونۍ یو فلسطینی ماشوم شهید شوی او په همدې موده کې شاوخوا ۸۵۰ نور ماشومان ټپیان شوي دي.
د یونیسف د ویاند په وینا، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې فلسطیني ماشومان د اسرائیلي عسکرو او د اشغالي ښارګوټو د مېشتو کسانو لهخوا له بېلابېلو تاوتریخجنو پېښو سره مخ دي، چې ډزې، د چاقو بریدونه، وهل ټکول او د مرچسپرې کارول هم پکې شامل دي.

