د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني کابل ولایت مقام کې د ولایتي ادارې له مسولینو، ولسوالانو، امنیه قومندانانو او د حوزو له امرینو سره غونډه وکړه.
خلیفه سراج الدین حقاني او د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد، مرستیال والي ملا محمد یونس مخلص، امنیه قومندان ملا ولي جان حمزه، د استخباراتو رییس حاجي عارف او د ولایتي ادارې اړوند رییسانو، د دې ولایت د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او د حوزو له امرینو سره د چارو د لا ښهوالي او امنیت لا ټینګښت په موخه غونډه کړې.
د غونډې په پيل کې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د ولایتي ادارې په استازولي خبرې کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د فعالیتونو، لاسته راوړنو، پرمختګونو په اړه د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ته معلومات ورکړي او په ځینې برخو کې شته ستونزې یې ورسره شرېکې کړې دي.
ښاغلي خالد د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړی، چې د ولایتي ادارې ټول مسولین، کار کوونکي او مجاهدین نظام ته ژمن دي او هېوادوالو ته به د خدمت په برخه کې هلې ځلې کوي.
په دې غونډه کې د کابل والي ترڅنګ د ولسوالانو په استازي توب د چهاراسیاب ولسوال او د حوزو د امرینو په استازي توب د ۱۷مې حوزې امر خبرې کړې او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر او د کابل له والي سره شریک کړي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ولایتي ادارې فعالیتونه ستایلي، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.
ښاغلي حقاني ویلي؛ کابل ولایت د اسلامي امارت د حکومتولۍ هېنداره ده او باید ډیر کار وشي، ترڅو نور په هیڅ برخه کې ستونزه و نه لرو.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي امارت له ټولو مجاهدینو غوښتي، چې د اسلامي نظام د بقا لپاره کار وکړي.

