د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیقالله عزيزي په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د بشري چارو مرستیال عمومي رییس خلیل ابراهیم اوکور سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې، درېبعدي (3D) ډیجیټلي ثبت او د فرهنګي بنسټونو د عصري کولو په اړه خبرې شوې، چې د فرهنګي سکتور لپاره مهمې او ارزښتناکې موضوعګانې بلل شوې دي.
مولوي عتیقالله عزيزي د افغانستان پر تاریخي او فرهنګي ارزښتونو رڼا اچولې او ویلي یې دي، چې د افغانستان فرهنګي میراثونه له اسلامي نړۍ سره تاریخي او دیني مشترکات لري او ګڼ تاریخي آثار، لرغوني سیمې، خطي نسخې او فرهنګي شتمنۍ پکې شتون لري، چې ساتنه یې د اسلامي هېوادونو ګډ فرهنګي مسولیت جوړوي.
نوموړي همداراز د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال څخه غوښتي، چې د عامه کتابتونونو، ملي آرشیف، ملي موزیم او هنرستان ریاستونو د پیاوړتیا او عصري کولو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
بلخوا د اسلامي همکاریو سازمان د بشري چارو مرستیال عمومي رییس خلیل ابراهیم اوکور د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي فعالیتونو او د کلتور او هنر مرستیال هڅې ستایلې دي.
نوموړي ویلي، چې د ګډو همکاریو له لارې به د افغانستان د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې، ترمیم، ډیجیټلي ثبت او نړیوال معرفي کولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.
خلیل ابراهیم اوکور همداراز ډاډ ورکړی، چې د افغان متخصصینو لپاره به د بهرنیو هېوادونو د روزنیزو او علمي پروګرامونو زمینه برابره شي، څو د نوو تجربو او معیاري مهارتونو د ترلاسه کولو فرصتونه زیات شي.
د هغه په وینا، اسلامي همکاریو سازمان هڅه کوي، چې د افغانستان فرهنګي اړیکې له اسلامي هېوادونو او نړیوالو فرهنګي بنسټونو سره لا پیاوړې کړي او د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره ګډ عملي پروګرامونه پلي کړي.
دغهراز په دې لیدنه کې دواړو لوریو د فرهنګي او تاریخي برخو د ظرفیت لوړونې پر پروګرامونو هم خبرې کړې، چې پکې د نړیوالو متخصصینو راوستل، د افغان کدرونو روزنه او بهرنیو هېوادونو ته د افغان متخصصینو لېږل شامل دي.

