په روسیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت کلتوري آتشې فضل الهادي حمزه د تریتیاکوف ګالرۍ په ودانۍ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د بهرنیو ډیپلوماټانو د هنري او تخلیقي اثارو «د نړۍ رنګونه» تر عنوان لاندې په نندارتون کې ګډون کړی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دولتي پروتوکول څانګې په ملاتړ او د روسیې د کلتور وزارت په همکارۍ جوړ شوی او د دویم پرلهپسې کال لپاره د «انټرمیوزیم» نړیوال فستیوال د پروګرام برخه هم ده.
ټاکل شوې ده، چې یاد نندارتون د درېیو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې په روسیه کې مېشت افغان انځورګر ذبیح پیکان هم خپل هنري اثار نندارې ته وړاندې کړي، چې د ګډونوالو ځانګړې پاملرنه یې ځانته اړولې ده.
د نندارتون مشرتابه د افغان انځورګر اثار د لومړي مقام په توګه ستایلي دي.
همداراز ویل شوي، چې ذبیح پیکان د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د کلتوري آتشې له لوري دغه نندارتون ته معرفي شوی و.

