ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: ۲۷۵ بهرنیو اصطلاحاتو ته ملي بدیلونه موندل شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون د (۲۷۵) بهرنیو کلمو او اصطلاحاتو لپاره په ملي ژبو بدیلې کلمې او اصطلاحات موندلي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې موده کې د (۱۸) مشورتي ناستو ترڅنګ په مرکز کې (۲۱) او په ولایتونو کې لسګونه ساحوي پروګرامونه هم ترسره شوي دي.

همدارنګه د یاد وزارت په وینا، د هېواد په کچه د (۳۹۰۰) لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه شوې، چې له ډلې یې د اصولو خلاف (۹۰۰) لوحې او اعلاناتي تابلوګانې اصلاح شوې دي.