ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سمیع الله حمیدي د سپينو زرو مېډال خپل کړ

د افغانستان رزمي سیالیو لوبغاړي سمیع الله حمیدي د اوزبېکستان په اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو مېډال وګاټه.

حمیدي نن یکشنبه سهار د ۶۵ کیلوګرام وزن پایلوبه کې له خپل اوزبېکستاني سیال سره مخ شو، چې په لومړي راونډ کې افغان لوبغاړي د سخت ټپ له امله سیالۍ وبایلله.

په دې پایلې سره حمیدي په روانو سیالیو کې په دوو بریاوو او یوې ماتې خپل سفر پای ته ورساوه.

د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ ۱۳ ورزشکاران، ۴ روزونکي او یو هییت ګډون لري.

یادې سیالۍ د ۲۳ هېوادونو په ګډون د اوزبیکستان هېواد په کوربه‌توب په تاشکند ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ۲۲مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي.