ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل او توکیو د متقابل تعامل پر پیاوړتیا ټینګار کړی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه  کې د بهرنیو چارو وزیر د روانو سیمه‌ییزو تحولاتو، او همدارنګه د افغانستان او جاپان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر اهمیت او پراختیا خبرې کړي.

مولوي امیرخان متقي ویلي؛ جاپان د افغانستان په سیاست کې مهم ځای لري او د افغانانو سره یې په بېلابېلو برخو کې د جاپان د دوامدارو مرستو، د افغانستان د واقعي وضعیت د درک، مثبت دریځ او پرله‌پسې ملاتړ ستاینه کړې ده.

همدارنګه د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو څرګنده کړې، چې جاپان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او مرستو ژمنتیا لري او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دغه‌راز د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا، په بشري برخو کې د همغږۍ او متقابل تعامل پر پیاوړتیا، او همدارنګه د تخنیکي غونډو پر دایرولو ټینګار کړی دی.