ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسراییلی رژیم د غزې مسلمانان په حج مراسمو کې له ګډون څخه محروم کړي

په داسې حال کې چې میلیونونه مسلمانان د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په مکه مکرمه کې راټول شوي، اسراییلي رژیم د درېیم پرله‌پسې کال لپاره د لارو په تړلو سره د غزې مسلمانان د حج مراسمو کې له ګډون څخه محروم کړي دي.

د غزې د اوقافو او دیني چارو وزارت ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې د اسراییلي رژیم له لوري د رفح لارې د تړل کېدو له امله تر لس زره ډېر فلسطینیان نه دي توانېدلي چې د حج مراسم ادا کړي.

د الجزیرې د راپور له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۷۱ فلسطیني حاجیان د اسراییلي رژیم د جګړې پر مهال د حج تر ادا کولو مخکې شهیدان شوي دي.