د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له «فاکسنیوز» سره په مرکه کې ویلي، چې واشنګټن له ایران سره د یوې «عالي هوکړې» اراده لري.
نوموړي د ایران رهبران «مذاکره کوونکي سرسخت» بللي او ادعا یې کړې، چې امریکا په کراره هغه څه ته ځان رسوي، چې غواړي یې.
ټرمپ زیاته کړې: «له ایران سره مذاکرات ډېر وخت نیسي، بیړه نه لرو، د بیړې پر مهال ښه معامله نشي کېدای.»

