په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت د لغمان ولایت د وروستۍ ترافیکي پېښې له امله د یو شمېر هېوادوالو د مړینې او ټپي کېدو په تړاو خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله ژوره خواخوږي شریکه کړې ده.
یاد سفارت د پېښې ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا دعا هم کړې ده.
ورته مهال، متحده عربي اماراتو هم په یوه اعلامیه کې د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو، د افغانستان اسلامي امارت او افغان ولس سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب څرګند کړي دي.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی او د پېښې ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د لېږد یوه موټر د کابل ـ جلالآباد پر لویه لاره واوښت، چې له امله یې ۱۸ تنه شهیدان او ۳۶ نور ټپیان شول.

