د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ لاسلیک شوی پوځي ـ تخنیکي تړون به په افغانستان کې د روسي جوړو پوځي تجهیزاتو پر ترمیم او بیا رغونې متمرکز وي.
کابلوف له ریانووستي خبري اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړې چې د روسیې د قوانینو له مخې، د هر ډول پوځي ـ تخنیکي همکارۍ لپاره د ورته تړونونو لاسلیک اړین دی.
افغانستان او روسې تېره اوونۍ یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي او تخنیکي همکارۍ لا پیاوړې شي.

