د اسراییلو دفاع وزارت ویلي؛ چې فرانسه اسراییلي چارواکو ته اجازه نه ورکوي، چې په پاریس کې د وسلو نندارتون کې ګډون وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، فرانسې د دې نندارتون لپاره پر اسراییلي شرکتونو محدودیتونه لګولي دي، چې له مخې یې یوازې ځینې دفاعي تجهیزات ښودلای شي.
دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو سیاسي اختلافاتو او د غزې او لبنان د روان وضعیت له امله شوی دی.

