ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حزب‌الله په برید کې یو اسراییلی پوځي وژل شوی او اووه نور ټپیان دي

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د لبنان په سوېل کې د حزب‌الله د هوايي برید له امله یو اسراییلی پوځي وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه برید د چاودېدونکو توکو بار دوو بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د اسراییلي ځواکونو پر یوه زغره‌وال موټر ترسره شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي، اسراییلي رژیم او حزب‌الله په لبنان کې د اوربند د ټینګښت په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.