د اقتصاد وزیر قاري دینمحمد حنیف د ناروې د کډوالو شورا (NRC) له سرپرست رییس رابرت انزیکوا سره د لیدنې پر مهال بېځایه شویو د کورنیو، د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو، بشري مرستو او روانو ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې رابرت انزیکوا ډاډ ورکړی، چې اداره به د حقوقي مرستو، ښوونې او روزنې، معیشت، خوراکي خوندیتوب، بېړنیو بشري مرستو، کارموندنې او د راستنېدونکو لپاره د سرپناه برابرولو په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي، سره له دې چې د روان کال بودیجه کمه شوې، خو اداره لا هم په بېلابېلو ولایتونو کې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ګڼ پروګرامونه لري او هڅه کوي نړیوالې مرستې افغانستان ته راجلب کړي.
بل لور ته د اقتصاد وزیر د NRC د بشري مرستو ستاینه کړې او د نړیوالې ټولنې له لوري یې پر پراختیايي پروژو، کارموندنې، د بندیزونو پر لرې کولو او د افغانستان د شتمنیو پر ازادولو ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، چې د کاري فرصتونو او حرفوي زدهکړو پراختیا به د کورنیو اقتصادي ځانبساینه پیاوړې او پر بهرنیو مرستو به د خلکو تکیه راکمه کړي.

