د امریکایي ځواکونو مرکزي قومنداني (سنټکام) وایي، چې د ایران د بېپیلوټه الوتکو یوې بلې څپې په کویټ کې امریکایي ځواکونه په نښه کړي.
سنټکام ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې امریکایي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
ورته مهال، د ایران سپاه پاسدارانو ویلي؛ چې د دې هېواد په قشم ټاپو د امریکا د تېرې شپې د برید په ځواب کې یې په کویټ او بحرین کې د امریکا شتمنۍ او اډې په نښه کړې دي.

