د ایټالیا لومړۍ وزیرې، جورجیا ملوني په دې هېواد کې د درېیو افغانانو او یو بل تن د ژوندي سوځول کېدو په غبرګون کې ویلي، چې دغې پېښې سخت ټکان ورکړی او دا یې «وحشتناک جنایت» بللی.
نوموړې پر خپله اېکس لیکلي، چې د دې ناوړه جنایت ټول اړخونه باید روښانه شي او عاملین د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږې هم شریکه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ایټالیا جمهوریت د کوزنزا ولایت اړوند د امېندولارا په سیمه کې درې تنه افغان کډوال د یوه جنایي او ظالمانه برید په ترڅ کې په قصدي ډول ژوندي سوځول شوي او په شهادت رسېدلي دي.

