په کابل کې د غوربند یووالي او د نشهيي توکو پر ضد د ۸ لوبډلو تر منځ فوټسال سیالۍ پیل شوې وې، چې پایله کې د غوربند اتلانو په بریا پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه کې غوربند اتلان او شهید شفیع لوبډلې مخامخ شوې، چې له یوې سختې او جذابې سیالۍ وروسته غوربند اتلانو پکې سیالې لوبډلې ته ۷ – ۶ ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د سیالیو په پای کې علي مهمند د غوره لوبغاړي، هارون نوري د مخکښ ګول وهونکي او محمد ویس د غوره ګول ساتونکي په توګه وپېژندل شول او وستایل شول.

