ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سپاه پاسداران: د اسراییلو د بریدونو په ځواب کې مو د رامات ډیویډ هوايي اډه په نښه کړې

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې د لبنان په جنوب، بېروت او نورو سیمو کې د اسراییلو د وروستیو بریدونو په ځواب کې یې د اسراییلو د رامات ډیویډ هوايي اډه د بالستیک توغندیو په وسیله هدف ګرځولې ده.

سپاه پاسداران ویلي، ایران د اوربند منل د جګړې په ټولو جبهاتو کې د بریدونو له درېدو سره مشروط کړي وو، خو د دوی په وینا امریکا او اسراییل خپلو ژمنو ته ژمن نه دي پاتې شوي.

د سپاه پاسداران په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید د خبرداري په توګه ترسره شوی او که د اسراییلو بریدونه دوام ومومي، د ایران راتلونکي ځوابي اقدامات به پراخ وي او په سیمه کې به نور هدفونه هم په نښه کړي.

دغه‌راز د ایران سپاه پاسداران منلې، چې اسراییلو د بالستیک توغندیو پر مټ د ایران په خاوره کې پر یو شمېر موخو برید کړی.

هم‌مهاله، تسنیم خبري اژانس د یو شمېر سرچینو له قوله ویلي، چې اسراییلي رژیم د ایران په تهران، اصفهان، تبریز ښارونو او لویدیځ کې پر یو شمېر سیمو برید کړی دی.