ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي بلال كريمي د چين – سويلي اسيا همکاریو فورم کې ګډون او وینا کړې

په چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د «چین ـ جنوبي اسیا» همکاریو په اووم فورم کې ګډون او وینا کړې ده.

ښاغلي کریمي په دې فورم کې په افغانستان کې د پانګونې مناسب چاپېریال ته په اشاره له چین او د سیمې هېوادونو سره د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه‌ییز اتصال د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

نوموړي افغانستان د سیمه‌ییز اتصال مهم محور وباله او د ګډو اقتصادي همکاریو د لاپیاوړتیا هیله یې څرګنده کړې ده.