په چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د «چین ـ جنوبي اسیا» همکاریو په اووم فورم کې ګډون او وینا کړې ده.
ښاغلي کریمي په دې فورم کې په افغانستان کې د پانګونې مناسب چاپېریال ته په اشاره له چین او د سیمې هېوادونو سره د سوداګرۍ، پانګونې او سیمهییز اتصال د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.
نوموړي افغانستان د سیمهییز اتصال مهم محور وباله او د ګډو اقتصادي همکاریو د لاپیاوړتیا هیله یې څرګنده کړې ده.

