د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، سید کریم هاشمي، اوزبیکستان، هند او قرغېزستان ته په رسمي سفر روان شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د دغو سفرونو موخه د سوداګریزو همکاریو پراخول، د پانګونې جلبولو، د افغانستان د خصوصي سکټور او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او افغان سوداګرو او پانګوالو ته د نویو فرصتونو برابرول دي.
د یادې خونې د معلوماتو له مخې، ښاغلی هاشمي به د خپلو سفرونو پر مهال په تاشکند کې د پانګونې په پینځم فورم، په هند کې د «بهارت بیلډکان» نړیوال ساختماني نندارتون، د افغانستان او قرغېزستان د خصوصي سکټور په سوداګریز فورم او همدارنګه د شانګهای په نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړي.

