ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې پر ژر پیلېدو ټینګار کړی

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال عبدالرحمن قانت د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو ادارې له جنرال قونسل وي هواشیانګ او د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې.

قانت په دې لیدنه کې مس عینک پروژه د دواړو هېوادونو لپاره مهمه بللې او د هغې د عملي چارو پر ژر پیل یې ټینګار کړی دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې د مس عینک پروژې د پیل پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه نشته.

ښاغلي قانت ویلي، چې قراردادي شرکت باید ژر تر ژره خپلو ژمنو ته رسېدنه وکړي، څو دواړه لوري د دې سترې پروژې له ګټو څخه برخمن شي.