د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت او کوربهتوب، ټاکل شوې ده، چې سبا (سېشنبه د غبرګولي ۲۶مه) په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د مخکښو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه سیمهییزه ناسته ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او اذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده، چې ګډونوال د سیمهییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي او د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره عملي وړاندیزونه وړاندې کړي.
د معلوماتو له مخې، د ناستې یوه مهمه موخه د ګډو ننګونو او فرصتونو په اړه د څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د نظرونو تبادله او د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا ده.
تمه ده چې دغه غونډه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له لوري پرانیستل شي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، یاده ناسته به د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان ترمنځ د متقابل باور د پیاوړتیا، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د سیمې د پایدار ثبات او ګډې هوساینې لپاره مهم ګام وي.

