ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بوینګ ۷۶۷ – ۲۰۰ ډوله چارتر الوتکې د تړون پر څرنګوالي بحث شوى

د اريانا افغان هوايي شرکت رییس ملا بخت الرحمن شرافت او د عملياتي، تخنیکي، تجارتي او مالي برخو مسولينو، په انلاین ډول د اردن هوايي شرکت له مسولینو سره د يوې بوينګ ۲۰۰-۷۶۷ ډوله چارتر الوتکې د تړون پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

 اریانا افغان هوايي شرکت وايي، په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ په تخنيکي عملياتي او تجارتي برخو کې پر دوه اړخیزو همکاريو او د يادې چارتر الوتکې د الوتنو پر ظرفيت لوړولو ټينګار شوی دی.

د یاد شرکت په وینا، دغه بوينګ ۲۰۰-۷۶۷ ډوله چارتر الوتکه، چې په هر پرواز کې د شاوخوا ۲۹۰ تنو مسافرو او ۲۵ ټنه سوداګریز توکو د لېږد ظرفيت لري؛ په نږدې راتلونکي کې به کابل ته راورسیږي او په عادي ډول به کورني او نړيوال پروازونه پيل کړي.