د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رییس، مولوي عبدالبصیر قانع، په مشرۍ یو پلاوی اوزبېکستان ته سفر کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د دې سفر موخه د اوزبېکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولیدي فابریکو لیدنه، د تولیدي ظرفیتونو ارزونه، د کیفیت د کنټرول له معیارونو او سیستمونو سره بلدتیا، او افغانستان ته د معیاري درملو د وارداتو د اسانتیاوو د لارو چارو څېړنه ده.
ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی د اوزبېکستان له تولیدي شرکتونو سره د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د وارداتي معیارونو د لوړولو او افغانستان ته د معیاري درملو د برابرولو په اړه خبرې وکړي.

