ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د ټولنیزې هوساینې برابرول او د خلکو د ستونزو حل د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب له والي مولوي محمد حنیف حمزه سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی د فاریاب والي د دې ولایت د عمومي وضعیت او د سیمه ییزو مسولینو د کړنو او فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړی.

مولوي محمد حنیف حمزه ویلي، چې په دې ولایت کې بشپړ امنیت تامین دی او سیمه ییز مجاهدین او مسولین د خدماتو برابرولو او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې تل هڅې کوي.

نوموړي همدارنګه په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د اوبو بندونو جوړولو او نورو پراختیایي پروژو په اړه د دې ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړي دي.

ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د سیمه ییزو مسولینو د فعالیتونو او کړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې برابرول او د خلکو د ستونزو حل د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي، نو سیمه ییز مسولین دې په دې برخه کې زیات کوښښ وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د مطرح شویو وړاندیزونو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به په دې برخه کې رسېدنه او عملي اقدامات وکړي.