د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د ایران ترانسفو او مبنا شرکتونو مسولینو سره په ګډه ناسته کې د برېښنا او شبکو اړوند تجهیزاتو تولید او پلور برخو کې پر پانګونې خبرې کړې دي.
ملا عبدالحق همکار د ایران او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره د برېښنا او برېښنایي تجهیزاتو تولید برخو کې پانګونې مهمې بللي او د ایراني پانګه والو لیوالتیا یې ستایلې ده.
دغهراز په ناسته کې د ایران ترانسفو او مبنا شرکتونو مسولینو د برېښنا او تجهیزاتو پلور او تولید برخو کې خپل وړاندیزونه د افغانستان برېښنا شرکت له رهبرۍ سره شریک کړي دي.
ټاکل شوې ده، چې د یادو شرکتونو مسولینو او د افغانستان برېښنا شرکت پانګونې راجلبونې ریاست تر منځ هوکړو ته د رسېدو په موخه دوه اړخیزې ناستې وشي.

