ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قزاقستان لوړپوړی پلاوی کابل ته را ورسېد

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوی کابل ته را ورسېد.

صنعت او سوداګرۍ وزارت د یاد پلاوي د سفر موخه د افغان – قزاق اقتصادي او سوداګریزې غونډې او د قزاقستان د تولیداتو او محصولاتو لپاره د نندارتون پرانیستل ښودلي دي.

یاد وزارت وايي، چې دغه غونډه او نندارتون به د سوداګریز ګډون لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي، د سوداګرۍ کچه بله لوړه کړي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ به د پانګونې جلب ته زمینه برابره کړي.