ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو ناستو او نندارتون پرانیسته وشوه

د افغانستان او قزاقستان سوداګریز نندارتون او سوداګریزې ناستې نن «شنبه، د غویي ۳۰مه» په کابل کې د دواړو هېوادونو د چارواکو او د خصوصي سکټور د استازو په شتون کې پرانیستل شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان نندارتون له ۵۰ غرفو سره د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی دی.

د وزارت په وینا، په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین، یو شمېر دولتي چارواکو، د سکتوري خونو مسولینو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و.

نورالدین عزیزي د اقتصادي، سوداګریزو او پانګیزو اړیکو د پراختیا لپاره د ورته پروګرامونو پر اهمیت ټینګار کړی او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي شتون یې د دواړو هېوادونو د ګډې ارادې څرګندونه بللې ده.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ نږدې ۱۰۰ سلنه لوړه شوې او د تېر کال په پرتله شاوخوا ۴۱ سلنه زیاتوالی یې هم موندلی دی.

د نورالدین عزیزي په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې درې میلیارده ډالرو ته لوړول یو د لاسرسي وړ هدف دی، خو دا به هغه مهال ممکن وي چې د بانکدارۍ، ټرانزیټ، ترانسپورټ او پانګونې په برخو کې همکارۍ لا پیاوړې شي.

ښاغلي عزیزي همدارنګه د کرنې، پروسس شویو صنعتونو، کانونو، ټرانزیټ، لوژستیک او انرژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونو ته په اشارې سره بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته رابللي دي.

بلخوا، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم بللی او ویلي یې دي، چې دغه ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او سوداګریزو همکاریو د پراختیا زمینه برابروي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د سیمې د نښلونې له مهمو محورونو څخه د یوه کېدو وړتیا لري او قزاقستان د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.