ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نن په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ په تخنيکي کچه خبرې پيلېږي

ټاکل شوې، د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې د لاسلیک وروسته نن (یکشنبه، د جون ۲۱مه) د سویس په بورګنسټاک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په تخنیکي کچه خبرې پیل شي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې خبرو د پیل لپاره د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف په مشرۍ ایراني پلاوی چې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي یې هم ملتیا کوي سویس ته رسېدلی دی.

ورته مهال، د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د منځګړي په توګه د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او پوځ مشر عاصم منیر هم په دغو خبرو کې د ګډون لپاره سویس ته روان شوي دي.