ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلوچستان کې د داعش پراخه شتون او رسنیز فعالیتونه؛ ترکي ورځپاڼې د داعش د رسنيز فعال اظهارات خپاره کړي

ترکي ورځپاڼې «کیسا دالغا» راپور ورکړی، چې د ترکیې د ملي استخباراتو له‌خوا نیول شوی احمد کازانجي چې د ابو عبیده او ابو ابراهیم په مستعارو نومونو هم پېژندل کېده، د بلوچستان په غرنیو سیمو کې یې د داعش خراسان ډلې لپاره رسنیز فعالیتونه کول.

احمد کازانجي، چې د ترکیې له کونیې څخه د ایران له لارې بلوچستان ته تللی و، له هغه ځایه یې د داعش لپاره په ترکي ژبه رسنیز فعالیت او تبلیغات کول.

احمد کازانجي په خپلو خبرو کې په بلوچستان کې د داعش خراسان د ترکي ژبې د تبلیغاتي فعالیتونو د مسول اوزګور التون (ابو یاسر الترکي) یادونه هم کړې چې دې ډلې ته یې نوي کسان جذبول او د افغانستان ـ پاکستان تر منځ د تګ راتګ لارې یې تنظیمولې، چې وروسته بیا د ترکیې استخباراتو له‌خوا ونیول شو.