د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د څلورم سیاسي (اروپا) رياست عمومي رییس عبدالقهار بلخي په مشرۍ د اروپایي ټولنې په بلنه بروکسل ته د اسلامي امارت پلاوي سفر پای ته ورسېد.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، یاد پلاوي د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره په اروپا کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د بیا پیلېدو، د باور جوړونې، اغېزمن شتون او د هغو افغانانو د ستونزو د حل پر لارو خبرې کړي، چې په اروپا کې د پنا غوښتنې غوښتنلیکونه نه دي منل شوي.
دغهراز ښاغلي بلخي هیله څرګنده کړې، چې دا سفر به د مثبت تعامل لپاره نوې لارې پرانيزي، په بهر کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې بهیر پیاوړی کړي او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو فضا لا پراخه کړي.

