ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان او ماليزيا د سياسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتيا په اړه خبرې کړي

د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړې استازي او د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار داتو احمد اعظم سره لیدنه وکړه.

مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پرمختګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.