د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د زمري ۲۴مه (د فتحې) ورځې د غوره نمانځنې په موخه د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې د ټاکل شوې کمېټې مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د زمري ۲۴مه (د فتحې) ورځې د نمانځنې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ټینګار يې وکړ، چې دا ورځ باید په شاندارو مراسمو او د ولس په پراخ ګډون سره ونمانځل شي.
وروسته د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي او د کمېټې ټولو غړو په خپل وار سره خبرې وکړې او خپلې رغنده مشورې، نظرونه او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
د کمېټې غړو وویل؛ د هېواد ازادي د ټول ولس ګډه لاسته راوړنه ده او د دې ورځې د نمانځنې موخه راتلونکو نسلونو ته د افغانانو د قربانیو او اتلولیو په اړه معلومات لېږدول دي، ترڅو راتلونکي نسلونه د اشـغالـګرو ځواکونو په وړاندې د افغانانو د تېر شل کلن جـهاد، قربانیو، تکالیفو او اتلولیو څخه باخبره اوسي.
همدارنګه د ناستې په لړ کې پرېکړه وشوه، چې راتلونکې غونډې ته باید اړوندې ادارې د زمري۲۴مه د ښې نمانځلو په موخه خپلې کاري برنامې او نوښتونه چمتو او وړاندې کړي.

