ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملګري ملتونه: د غزې ۱.۷ میلیونه بې‌ځایه شوي کسان د اوبو او سرپناه له سخت کمښت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې نږدې ۱.۷ میلیونه بې‌ځایه شوي فلسطینیان، چې د غزې د ټول نفوس شاوخوا ۸۰ سلنه جوړوي، د اوبو، سرپناه او لومړنیو خدماتو له سخت کمښت سره مخ دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، له ۵۹ زرو څخه ډېرې سرپناوې هره یوه له اتو څخه زیات کسان ځای پر ځای کړي او شاوخوا ۳۸ زره او ۵۰۰ کسان اړ دي چې شپې په ازاده فضا کې تېرې کړي.

راپور زیاتوي، چې په ارزول شویو سیمو کې نږدې ۶۰۰ زره کسان کافي څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

په همدې حال کې الجزیرې راپور ورکړی، چې د اسراییلي رژیم د جګړې د دوام له امله د شکر ناروغان د درملو او طبي تجهیزاتو له جدي کمښت سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې، د غزې تړانګې ته د درملو، طبي تجهیزاتو او نورو اړینو توکو پر داخلېدو د محدودیتونو له امله روغتیايي خدمتونو او اړینو درملو ته د ناروغانو لاسرسی په څرګند ډول کم شوی او ګڼ ناروغان له جدي ستونزو سره مخ دي.