د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق په افغانستان کې د قطر له سفیر ډاکټر مردف علي القاشوطي سره د لیدنې پر مهال د ورزشي همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، مولوي احمدالله وثیق په دې لیدنه کې د افغانستان د ورزش وروستۍ لاسته راوړنې شریکې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ورزشي اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
نوموړي قطر د افغانستان نږدې همکار بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې په راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ورزشي اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.
بلخوا د قطر سفیر د افغانستان د ورزش ادارې له مشرتابه سره د لیدنې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې قطر له افغانستان سره د ورزش په ګډون په بېلابېلو برخو کې ښې او پیاوړې اړیکې غواړي.

