د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې، چې څه موده وړاندې د ۱۳ کلبونو تر منځ یو ورځنۍ کرېکټ سیالۍ پیل شوې وې، د اتحاد کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه کې اتحاد کلب وشو کولای، چې سیالې پښتون زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.
فرید خان په ۵۴۶ منډو د دې سیالیو غوره توپوهونکی او عارف احمدزی په ۱۷ ویکټو مخکښ توپاچوونکی ونومول شول.

