ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اداري کمیسیون غونډه وشوه

رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د اداري کمېسيون غونډه د یاد کمېسيون د غړو او د خصوصي روغتونونو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د کور او ښار جوړولو او عامې روغتيا وزارتونو او همداراز د خصوصي روغتونونو پر موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

دغه راز، په غونډه کې، ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.